خرید بک لینک
د ۱۳۹۴ کال له عقرب نه د کال ترپایه شعرونه ته چي زما غيږه کې ګلاب ونه ټوکېږېد پسرلي راتګ نهمه مې پوښته1394>11>12 «««««««««««««««««««««««« لمره!ورځه ته خپله لاره وههسیوری زما د سیورياوس پر خپل مخ سړې خولې ته ناست دی ۹۴.۱۱.۷ «««««««««««««««««««««««« تهزما هسې خوښېدلېهسې به ځای نیم رالره ویادېدېټولو مئین بللم، په تا مئین یې کړمهسور رنګ د وینو رنګ دیراته کړې سترګې شوګیرونو دې سرېویریږم اوس له خپلو ستر

برچسب: شعرونه,ترپایه,شعرونه, نویسنده: النا رستمی تاريخ: دوشنبه 3 مهر 1396 ساعت: 13:26

شعرونه/ د ۱۳۹۴ کال د حوت له میاشتې د ۱۳۹۵ کال د قوس تر پنځلسمې پورې شعرونه نن خپله وېره دا ستا پښو ته حلالومه درځمسر مې څنګل رانه د مينې غواړي ۹۵.۹.۱۶ «««««««««««««««««««««« شپې د سپوږمۍ پر زنګونسر ايښی دیتياره دهوازه خوله رڼا ته پاتېمينه د زړه په غوږ کېبولي د ژوند سندره او پېغلو اوښکو مې په سترګو کېاتڼ جوړ کړیويل دې خوب کې راته چې دې راتلو ته زړه دی ۹۵.۹.۱۶ «««««««««««««««««««««« چې دريادېږمد ز

برچسب: شعرونه,میاشتې,پنځلسمې,شعرونه, نویسنده: النا رستمی تاريخ: دوشنبه 3 مهر 1396 ساعت: 13:26

شعرونه/ د ۱۳۹۵ کال د قوس له ۲۱ د دولې تر ۱۹ پورې زه هره ورځد خپل زړګي ستړیا مېتکیه کوم د یوې ونې ډډ تهونه زماکټ مټ د زړه په څېر دهمرغۍ چې راشي ورتهد ونې پانې رپياو زما زړهدرزېږي د یو چا مينې ته ۱۳۹۵.۱۱.۱۹ ********* خوب يې زما د سترګو کوڅې ته راغلی باده ګردونو سره پام کوه لږ زه يې د پلونو په هره نښه مينه مې زړه کې ډاډه کومه ۱۳۹۵.۱۱.۱۸ ********* مينه د جادوګرې غوندې ده نه غلط شوم ټوله جادوګره

برچسب: شعرونه, نویسنده: النا رستمی تاريخ: دوشنبه 3 مهر 1396 ساعت: 13:26

لنډه کیسه/ صديق الله بدر واده کال وروسته يې د هغې ايميل تر لاسه کړ. په بېړه يې پرانست: ((جاوید جانه سلام. زه ښار ته نه شمه راتلای، ښايي دا زما وروستی ایمیل وي. زموږ دا ډېره موده کېږي چې خپل کلي ته تللي یو، ریباران مې زیات شوي، مالدار او ټوپکوال راپسې دي. یوه کورنۍ داسې هم په کې ده چې زوی يې بهر کې دی، ښايي هغه ته مې ورکړي. هغوی فقط یو ځل راغلي، زوی يې بهر کې اوسېږي، پلار مې ورسره پېژني، وايي ښه ک

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: دوشنبه 3 مهر 1396 ساعت: 13:26

ژباړه/ صدیق الله بدر ويليام فاکنر څه ډول لیکل کول؟ فاکنر ځان لیکوال نه ګاڼه. داسې د یوه اوچت او حسد پاروونکي نبوغ لرونکی لیکوال ته ځان یوازې یو بزګر ښکارېده چې کله کله داستان هم لیکي. د ۱۹۴۵ کال په نومبر کې فاکنر خپلو ځمکو ته سره ورکوله چې مېرمنه يې راغله او ورته يې د نوبل د جایزې د ګټلو خبره وکړه. امریکايي ناول لیکونکی ويليام فاکنر د ۱۸۹۷ میلادي کال د سپتمبر په مياشت کېې د نیوالباني په ميسي

برچسب: ژباړه,ويليام,فاکنر, نویسنده: النا رستمی تاريخ: دوشنبه 3 مهر 1396 ساعت: 13:26

د ۱۳۹۶ کال شاعري چې ژوند بې دریڅې کوټه ده خپله زړه تنګي کومې کوڅې ته پرانیزم؟ 13 سپتمبر «««««««««««««««««««««« زړه ســـــــــــــره چې ګوتې ماتومه کله کله زه د مینې حافظه غـواړي لږ څه چې راجوړه شي 10 سپتمبر «««««««««««««««««««««« رنګ يې د کونړ سیند د اوبو په شان دی ځکه خو زه غرق د چا په سترګو کې یم 6 سپتمبر «««««««««««««««««««««« په شعر کې مې په مرګ پسې جاړو را اخیستې د ژوند کوټه پاکه ښه و

برچسب: شعرونه,میزانه,شاعري, نویسنده: النا رستمی تاريخ: دوشنبه 3 مهر 1396 ساعت: 13:26

ژباړه/ صدیق الله بدر مارګرېت اتوود څه ډول لیکل کوي؟ لیکواله او شاعره اتوود چې بشپړ نوم يې مارګرېت الینور اتوود دی، د ۱۹۳۹ کال د نومبر په ۱۸ د کاناډا په اوتاوا کې زوکړې او له شپږ کلنۍ څخه يې لیکوالۍ ته مخه کړې ده. نوموړې یوه ښه شاعره، لیکواله، ادبي کره کتونکې، سیاسي فعاله او پېژندل شوې فېمینسته ده. په ۲۰۰۰ کال کې د بوکر جایزې ګټونکي (ړوند قاتل او اوریکس او کریک) کتابونه ډېر مشهور دي. اتوود په

برچسب: ژباړه,مارګرېت,اتوود, نویسنده: النا رستمی تاريخ: دوشنبه 3 مهر 1396 ساعت: 13:26

ژباړه/ صدیق الله بدر ګونتر ګراس څه ډول لیکل کول؟ الماني لیکوال، مجسمه جوړوونکی، نقاش او د ۴۷ ډلې مشهور غړی ګونتر ویلهلم ګراس چې ويل يې کتاب لیکل به يې هغه وخت تم کېږي چې دی له پښو وغورځي، د ۱۹۲۷ کال د اکتوبر په ۱۶ په ګدانسک ښار کې چې اوس د پولنډ برخه دی زېږېدلی او د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۱۳ د ۸۷ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې دي. حلبي ډول، پېشو او موږک، ، مږه، منګری کب، د پیازو سپینول، زما

برچسب: ژباړه,ګونتر, نویسنده: النا رستمی تاريخ: دوشنبه 3 مهر 1396 ساعت: 13:26

ژباړه/ صدیق الله بدر آن ټایلر څه ډول لیکل کوي؟ دا هغه ناول لیکونکې ده چې په څلور کلنۍ کې يې له یوه انځوریز کتاب نه زده کړل چې هیڅ شی ابدي نه دی. ټایلر یوه امریکايي لیکواله ده چې په ۱۹۸۹ کې يې د پولیترز ادبي جایزه خپله کړې او تراوسه يې ۲۰ ناولونه لیکلي دي. آن ټایلر د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر په ۲۵ دنیا ته راغلې او تر نورو زده کړو وروسته يې د دوک په پوهنتون کې زده کړې پیل کړې او هلته يې د خلاقې لیکوالۍ

برچسب: ژباړه,ټایلر, نویسنده: النا رستمی تاريخ: دوشنبه 3 مهر 1396 ساعت: 13:26

لنډه کیسه غلا ساعت ته مې وکتل، د شپې دولس نیمې بجې وې. خپل خاوند مې راویښ کړ: پاڅه! چې څوک دروازه ټکوي. دواړه دالېز ته ووتو. مور مې هم په چټکۍ له مخامخ کوټې راووته: خدای دې خیر کړي. خپل خپلوان خو مو لا دلته بلد نه دي. د مور دې خبرې اندېښمنه کړم او له ځانه سره لګیا شوم: رښتيا هم لا لس دولس ورځې نه کېږي چې دې سرای ته راغلي يو. نو څوک به وي؟ دروازه درګرده ټکېده او یو غږ ورسره مل و: پولیس یو. دروازه

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: دوشنبه 3 مهر 1396 ساعت: 13:26

صفحه بندی